د ټولګټو وزارت له خوا په دایکنډي ولایت کي د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلو متره سړک د ترمیم او رغوني کار پیل سو

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چي دغه سړک د دایکنډي ولایت له لادوګګ تپې څخه پیل د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمي پوري رسيږي او یاد ولایت د ارزګان له لاري د کندهار ولایت سره نښلوي.

ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي ښودلي خو وایي، باید چاري يې په چټکۍ تر سره سي.