د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چي د سالنګونو لویه لار د کانکرېټ اچوني تر بشپړېدو پوري د را رواني وږي میاشتي په لومړۍ نېټه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل کیږي

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویي لاري د درېیو برخو پاتي کارونه یې پیل کړي او د کانکرېټ اچوني چاري به هم نږدې ورځو کي پیل سي.

یاد وزارت همداراز ویلي، کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی سي د یادي لویي لاري له چمتو سوي فرعي مسیر څخه تګ راتګ وکړي.

سالنګ لویه لار چي شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي یوه له مهمو ترانزیټو لارو څخه ده، د دې لاري په معیاري جوړېدو به نه یواځي دا چي هيوادوالو ته په سفر کي اسانتیاوي راسي ور سره به سوداګري او اقتصاد هم وغوړېږي.