د ټولګټو چارو وزارت د ټرافیکو پر مخ د سالنګونو د لویې لاري د بېرته پرانيستلو خبر ورکړی

دې وزارت نن جمعه پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه لیکلي، دا لاره چي د واوري د اورېدو، سختو توپانونو او د لید ساحې د محدودیت له امله تېره شپه اته بجې د ټرافیکو پر مخ تړل سوې وه، نن سهار څه باندي اته بجې بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانيستل سوه او له دواړو لوریو وسایط کولای سي تګ راتګ وکړي.

د ټولګټو وزارت په خبره اوس د واوري اورېدل بند سوي، خو د سالنګونو د ساتني او څارني د ریاست کارکونکي لاهم په واورینو سیمو کي د واوري پاکولو چاري مخته وړي.

دې وزارت له ټولو خلکو او موټرچلونکو چي پر دې لاره تګ راتګ کوي غوښتنه کړې چي، د خپل خوندیتوب لپاره دي له‌‌‌دې لاري د تېرېدو پر مهال ځانونه او وسایط په ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي، له بشپړ احتیاط څخه دي کار واخلي او هم دې د سالنګونو د مسوولینو لارښونو ته پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *