د ټي ټي پي اختریز پیغام: پاکستاني ځواکونه دي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په خپل اختریز پيغام کي له پاکستاني ځواکونو څخه غوښتي چي وسلې پر مځکه کښېږدي او تسلیم سي.
د دغه ډلي مشر ویلي، د پاکستان پوځ د څو پیسو په مقابل کي جنګیږي او نور باید هغوی وسلې کښېږدي او دا جګړه ودروي.
هغه یو ځل بیا له خلکو غوښتي چي د پاکستاني پوځ پر وړاندي د دوی ملاتړ وکړي تر څو په پاکستان کي غیر اسلامي قوانین له منځه یوسي.
په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بریدونه دوام لري، ګڼ چارواکي وژل سوي او ټپیان دي.
په دې وروستیو کي په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او ځینو نورو سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو بریدونه زیات سوي.
له تیري ورځي راهیسي په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کي د ماین چاودنو او بریدونو پنځه پيښي سوي چي په ترڅ کي یې ۴ تنه پولیس او پوځیان وژل سوي او ۵ نور ټپيان سوي دي.