د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د برونزو مډال ګټلو وروسته هیواد ته راستنه سوه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله، چي د بدني روزني او ورزش عمومي ریاست په همږغۍ د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سهمیه کسب سیالیو د ګډون په موخه چین ته تللې وه د برنزو مډال له لاسته راوړلو وروسته هیواد ته راستنه سوه.
په دغو سیالیو کي د افغانستان له طرفه ابراهیم دانشي د بېلا بیلو هیوادونو پنځو سیالانو ته په ماته ورکولو سره د برنزو یو مډال په خپل نوم کړی دی.
د دغه لوبډلي د ښه راغلاست په مراسمو کي د المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو ته د برنزو مډال ګټلو مبارکي ویلې او دغه راز ورزشکارانو ته یې د ورزش په برخه کي د نورو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړې ده.