د پاریس په المپیک لوبوکي د کډوالو د المپیک د ټیم غړې منیژه تلاش پرون جمعه وروسته له هغه له‌ دې لوبو منع سوه، چي په مقدماتي لوبه کي یې په اغوستو ورزشي جامو کي د ازادو افغان ښځو کلمه لیکل سوې وه

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخي مېرمن تلاش چي په هسپانیا کي اوسیږي، هالندۍ انډیا سردجوی ته یې د بایللي مقدماتي لوبي په مهال په نیلي رنګه کمیس په سپینو لویو حروفو دغه عبارت لیکل سوی و.

سیاسي شعارونه او بیانونه د لوبو په ډګر او د المپیک په پوډیمونو کي منع دي.

د نڅا د سپورټ نړیوال فدراسیون په یوه بیان کي وویل، مېرمن تلاش په خپلو جامو کي د سیاسي شعار ښودلو په خاطرله لوبو منع سوې ده.

د پاریس د المپیک دریمو لوبو کې د کډوالو لوبغاړو یوې ۳۷ کسیزې ډلي برخه اخیستې، چي د بیډمنټن او سوک‌ وهني په ګډون په ۱۲ مختلفو سپورټونو کي لوبیږي.

په‌دې ډله کي د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه لوبغاړو ګډون کړی دی.