د پاکستاني الوتکو بمبار ۵۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کي د پاکستاني بې پیلوته الوتکو د بریدونو له امله ۴۶ کسان وژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي دي.
د هغه په وینا، بریدونه پرون شپه د یادي ولسوالۍ په څلورو سیمو کي سوي او په وژل سویو کسانو کي ډېری وزیرستاني کډوال دي.
بل خوا بیا د ملي دفاع وزارت سر‎پرست مولوي محمد یعقوب مجاهد دا بریدونه یو وحشتناکه عمل بللی او ویلي یې دي چي، دا بریدونه به بې ځوابه نه پاتېږي.
پاکستاني الوتکو له دې وړاندي هم څو ځله په پکتیکا، خوست او د افغانستان ځينو نورو ولایتونو کي هم ورته بریدونه کړي.