د پاکستان او تاجکستان مشرانو سوله‌ییز او سوکاله افغانستان د سیمي د خوندیتوب لپاره اړین بللی

د پاکستان او تاجکستان مشرانو په خپل ننني ملاقات کي پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره پر افغانستان خبري کړي او سوله‌ییز او سوکاله افغانستان یې د سیمي د خوندیتوب لپاره اړین بللی دی.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په دوشنبې کي د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل او تر خپل منځ یې د ستراتیژیکو همکاریو موافقه هم لاسلیک کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، چي دواړو مشرانو په افغانستان کي د ثبات لپاره یو ټولشموله حکومت مهم بللی دی.
د اعلامیې له مخي شريف ویلي، دا مهال یې هیواد د کراچۍ بندر په وسیله د افغانستان له لاري تاجکستان ته مالونه لیږدوي، خو په خبره یې غواړي د سړک او اورګاډي په وسیله تاجکستان سره وصل سي.
پاکستان او تاجکستان تر دې مخکي ویلي چي دوی ته د افغانستان له خاوري امنیتي ګواښونه متوجه دي، خو ا.ا بیا دا اندیښنې بې ځایه بللي او ډاډ یې ورکړی چي هیچا ته به د افغانستان له خاوري څخه زیان نه رسیږي.