د پاکستان او روسيې پوځيانو د “دروژبا ـــ ۷” په نامه دوه اړخيزه تمرينونه پيل کړي چي دوې اونۍ به دوام وکړي

ګڼو پاکستاني رسنيو د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله خبر ورکړی چي دا ګډ پوځي تمرينونه د پنجاب ايالت په ګجرات ولسوالۍ کي د ترهګرۍ ضد مرکز کي روان دي چي د اکتوبر پر ۱۳ پيل سوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د دې پوځي تمرينونو هدف د ګډي روزني له لاري مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکو ته ګټه رسول دي.
د پاکستان او روسیې پوځونه له تېرو څو کلونو راهيسې د “دروژبا” یا دوستۍ په نامه د ترهګرۍ ضد دوه اړخیزه تمرینونه پیل کړي چي دا يې اووم پړاو دی.
په عين حال کي، د پاکستان او متحده ایالاتو سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کي دوه اړخیزه تمرینونه ترسره کړل چې هدف یې د خپلمنځي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه يیز سمندري امنيت په اړه خپل هوډ څرګندول دي.
تر دې درې مياشتي وړاندي د پنجاب په پبي سيمه کي د پاکستان او امریکا پوځیانو هم ګډ تمرینونه کړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *