د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو او پوځي ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ژر اخراج پرېکړه کړې ده.
اسلاماباد خپلو ټولو وګړو ته سپارښتنه کړې، چي افغان کډوالو ته ځای یا پناه ور نه کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان چي قانوني اسناد او ویزه نه لري، باید د پاکستان څخه ووځي او که پاته سي، قانوني چلند به ورسره وسي.
سرچینې وایي، سلګونه افغانان چي د ط..البانو له فشارونو او ګواښونو تښتېدلي وو، اوس د بېرته شړلو له خطر سره مخ دي.