د پاکستان حکومت د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس برابره لوړه کړې ده

په افغانستان کي د تازه مېوو د موسم له رارسېدلو سره سم، د پاکستان حکومت د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس برابره لوړه کړې ده.
د پاکستان حکومت د عوایدو ادارې د جولای پر ۲۹مه د یوې خبرپاني په خپرولو سر ویلي، چي د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفې لوړوالى د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته د عملي کېدو وړ دى.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډي خوني هم ویلي چي د افغانستان پر مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه د پخوا په پرتله لس برابره لوړه سوې ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډي خوني مسوول خان جان الکوزی وايي، دا پرېکړه نه د افغان سوداګرو او نه د پاکستان د خلکو په ګټه ده.
هغه وویل، د افغان سوداګرو د مېوو او سبزيو پر صادراتو ډېر لګښت راځي چي ورسره د پاکستان په بازارونو کي یې بيې لوړیږي.
الکوزي زیاته کړه، پاکستان پر دوى ګمرکي تعرفه ځکه لوړه کړې چي افغانستان د ژمي په موسم کي د پاکستان پر مېوو تعرفه لوړه کړې وه.