د پاکستان دولت د تحریک انصاف ګوند غړي په توقیف کي کري

په پاکستان کي پر اعتراضونو د لګول سویو محدودیتونو د نوي قانون له‌مخي د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کي د دې هیواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند د نهو غړیو په ګډون د هغه له ۳۰ زیات ملاتړي لا هم په توقیف کي وه.
دا وروسته له هغه دي چي د پاکستان په ملي شورا کي د تحریک انصاف ګوند غړو د یک‌شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کي پراخ لاریون وکړ.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخي د تحریک انصاف د ګوند دغه غړي د سه شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کي د تروریزم ضد محکمې ته حاضر سول او قاضي د اتو ورځو لپاره په توقیف کي د هغوی د پاته کېدو حکم ورکړ.
دوی تورن سوي چي د ۲۰۲۴ کال د سوله‌ییزو غونډو او د عامه نظم له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده.
دغه قانون تېره اوونۍ تصویب سوی دی.
تحریک انصاف ګوند د تېر کال په اګست میاشت کي د عمران خان له زنداني کېدو وروسته له سختو ځپونکو اقداماتو سره مخامخ سوی دی.