د پاکستان پوليسو ويلي، چي په پېښور کي ئې ۵ تنه هغه افغانان نيولي، چي د پاکستان جعلي پېژند پاڼي او اسناد ئې جوړ کړي وو.
د پوليسو په وينا چي دغو پنځو افغانانو غوښتل چي د پاکستان په جعلي اسنادو باندي د سعودي عربستان ويزه واخلي او دغه هيواد ته د کار کولو له پاره ولاړ سي.
د پوليسو په وينا چي دغو نيول سوو کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړی دئ، چي اوس مهال تر څېړني لاندي دي.