د پاکستان دولت په تيراه کي د پوځ له خوا د وژل سوو کسانو په بدل کي لس میليونه کالداري ورکوي

پاکستاني جیټ الوتکو د دوشنبې په شپه شاوخوا دوې بجې د کوزي پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیراه سيمه کي د ملکي خلګو پر کورونو باندي هوايي برید کړی و.
د پاکستان د پوځ په دغه هوايي بريد کي د ښځو او کوچنيانو په ګډون ۲۴ کسان وژل سوي وو.
د يادي سيمو خلګو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د پاکستان د پوځ د دغه ظلمونو په مقابل کي احتجاجونه وکړل او د پاکستان دولت ته ئې ګواښ وکړ، چي نور دي پر پښتنو باندي دغه روان ظلمونه و دروي.
په ورته وخت بيا د پاکستان دولت د سې شنبې په ورځ اعلان کړی، چي په تېراه کي د وژلو سوو ماشومانو، ښځو او ځوانانو د وژل کېدو په بدل کي لس ميليونه کالداري تاوان ورکوي.
بلخوا بيا د دغي سيمي خلګ وايي چي د پاکستان پوځ دي د دغو پيسو د ورکولو پر ځای پر پښتنو باندي روان ظلمونه ودروي او بې ګناه ماشومان، ښځي او ځوانان دي نه وژني.