د پاکستان د اطلاعاتو وزير: ط..البان د افغان ولس مشروع ملاتړ نه لري

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاتارړ په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي دي، چي په افغانستان کي واکمن ط..البان د افغانستان د خلګو ملاتړ د ځان سره نه لري.
د هغه په خبره چي دغي ډلي په زور په افغان ولس ځان منلی او هېڅ ملي مشروعيت نه لري.
هغه ويلي چي ط..البان يوازي د خپل ولس ملاتړ نه لري؛ بلکي د سيمي امنيت ته ئې هم ګواښ پېښ کړی او نړۍوال نور پر دغه ډله باندي بې باوره دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ط..البانو او پاکستان اړيکي خرابي سوي او د جګړې په حالت کي دي.