د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تور پوري کړی چي هند په بلوچستان کي پر جعفر ایکسپریس ریلګاډي برید تنظیم کړی او ادعا یې کړې چي دا حمله د بهر مېشته وسلهوالي ډلي د مشرانو له لوري پلان سوې او عملي سوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په اسلاماباد کي په خپله اوونیزه خبري ناسته کي ویلي، استخباراتي معلومات ښيي چي بریدګر په افغانستان کي له خپلو ملګرو سره په تماس کي وه.
د دې بېساري برید پیل د سېشنبې په ورځ په ځایي وخت د ماسپښین پر یوه بجه وسو.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وسلهوالو د جعفر ایکسپریس ریلګاډی، له څه باندي ۴۰۰ مسافرو سره د بلوچستان په لیري پرتو غرونو کي یرغمل کړ.
بل خوا د ا.ا چارواکو ویلي، چي پاکستان دي بې بنسټه ادعاوي نه کوي او خپل امنیت دي خپله خوندي کړي.