د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د اسکان نیوز سره د مرکې پر مهال منلي ده، چي پاکستان په تېرو درې لسیزو کي د امریکا او لودیځو هيوادونو په اشاره په سیمه کي د تروریستي وسلوالو ډلو ملاتړ کړی دئ.
خواجه آصف منلي ده، چي دغه هیواد د ترهګرو ډلو په روزنه، تمویل او ملاتړ کي اوږده سابقه لري. هغه وایي چي د ترهګرو ډلو دغه ملاتړ ئې د امریکااو لودیځو هیوادونو په خاص ډول د بریتانیا په لمسون تر سره کړی دئ.
خواجه اصف زیاتوي، چي دا د پاکستان یوه ستره تېروتنه وه، چي اوس پاکستان خپله ورڅخه کړېږي.
د پاکستان پر مختلفو حکومتونو په تېرو درې لسیزو کي د تروریستي او افراطی ډلو د ملاتړ کولو، د ط…البانو ته د پناه ورکولو او دې ډلې ته د وسلې ورکولو په تور نیوکي سوي وي، چی د پاکستان ډېرو رسمي چارواکو پر خپل وخت دا تورونه رد کړي وه، خو اوس خواجه آصف لومړی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دئ، چي د شهباز شریف په حکومت کي دا اعتراف کوي، چي دغه هیواد د ترهګرو په ملاتړ کي پر خپل وخت مهم رول درلود.