د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۳۰ تنه د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د ياد وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوالو په پاکستان کي د موقت اوسېدلو اسناد هم درلودل، خو د پاکستان د حکومت د خوا نيول سوي، څلور ورځي ئې د پاکستان په زندانونو کي تېري کړي وې، وروسته د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان او ايران په تېرو څو مياشتو کي په زرګونو افغان کډوال د خپلو هيوادونو څخه په زور او جبر ايستلي او افغانستان ته راغلي.