د پاکستان د ولسشمر لور د دغه هیواد لومړۍ مېرمن ټاکل کېږي

آصفه بوټو زرداري چي د پاکستان د اوسني ولسمشر آصف علي زرداري او د هغه د وژل سوي مېرمن بېنظير بوټو لور ده ويل کېږي د پاکستان د لومړۍ مېرمن څوکۍ به خپله کړي.
وروسته له هغه چي د مارچ په ۱۰مه ۶۸ کلن اصف علي زرداري د لوړي مراسم ترسره کړل او د هغه لور اصفه هم ورسره مله وه، اوس ويل کیږي چي د پاکستان لومړۍ مېرمن چي معمولاً د ولسمشر مېرمن ته دا لقب ورکول کیږي، اصف زرداري به خپله ۳۱ کلنه لور د دغه هیواد لومړۍ مېرمن وټاکي.
آصفه بوټو زرداري د آصف علي زرداري او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو چي په ۲۰۰۷ کال کي ووژل سوه، تر ټولو کشره لور ده.
هغې په تېرو ټاکنو کي چي د فبرورۍ په اتمه ترسره سوې، د پېپلز ګوند په انتخاباتي کمپاين کي فعاله ونډه درلوده.