د پنجاب پولیسو پرون ناوخته په یو بیان کي ویلي، دا پولیس له خپلو اوونیزو دندو د ستنېدو په حال کي وه چي موټر يې په لار کي خراب سوی او ساعت وروسته ورباندي غلو د راکټونو برید کړی دی.
په بیان کي راغلي، د پولیسو په دوو موټرو کي تر ۲۰ ډېر کسان سپاره وه.
د پنجاب وزیري مریم نواز په یوه بیان کي دا برید دردونکی بللی او ویلي یې دي، د دې برید غچ به اخلي.
کچه د سیند او پنجاب ایالت پر پوله رقبه لرونکې سیمه ده او له خیبرپښتونخوا د عرب سمندرګي پر لور د اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.
د “کچې غله” اصطلاح د هغو غلو او وسلهوالو لپاره کاريږي چي د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کي فعالیت کوي.
پر دغي سیمي د پاکستان د پولیسو چندان کنټرول نه سته.