د یاد وزارت د مسولینو په وینا، د یادي مودې پرمهال ۱۵۶۶ بریدونه سوي چي د ۵۷۳ سرتېرو په ګډون پکښي ۹۲۴ کسان وژل سوي او ۲۱۲۱ ټپیان دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، د یادو بریدونو له ډلي ډېری په خېبرپښتونخوا او تر ټولو کمي پېښي په پلازمېنه کي رامنځته سوي.
د معلوماتو پر بنسټ، خېبرپښتونخوا کي د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۹۴۸ پېښي، په بلوچستان کي ۵۳۲ پېښي، په سیند کي ۲۴ پېښي، په پنجاب کي لس او اسلاماباد کي هم دوې پېښي سوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي، په یادو بریدونو کي ۳۵۳ سرتېري ټپیان سوي هم دي.
بلخوا په دې بریدونو کي ۳۵۱ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶۸ بیا ټپیان سوي دي.