د پاکستان له خوا په افغان خاوره کي د عملیاتو خبرداری؛ خواجه اصف وایي، ښایي ځواکونه يې په افغانستان کي دننه عملیات وکړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که په عزم استحکام عملیاتو کې ضرورت پېښ سو، ښايي ځواکونه یې په افغانستان کي هم د تحریک طالبان پاکستان ډلي پر ضد عملیات وکړي.
پاکستان د جون په ۲۲مه د عزم استحکام په نوم عملیاتو اعلان کړي دي.
ټاکل سوې چي پاکستاني پوځيان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کي دغه عملیات پيل کړي.
د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو عوامي نېشنل ګوند، تحریک انصاف او جمعیت علمای‌اسلام د عزم استحکام له عملیاتو سره مخالفت ښوودلی دی.
د ا.ا مسوولینو تر اوسه د خواجه اصف د خبرو په غبرګون کي څه نه دي ویلي.
پاکستاني الوتکو د مارچ په میاشت کي هم په خوست او پکتیکا کي بمبارۍ کړي وې چي هغه وخت مسوولینو دا حملې وغندلې او ویې ویل، چي شپږ تنه ملکیان په پکتیکا او دوه تنه په خوست کي د دغو بریدونو له امله وژل سوي دي.