د پاکستان مخکنی لغوه سوی کنفرانس به د سپټمبر پر ۲۸مه بیا پیلېږي

څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي په پاکستان کي د ط.الب ضد افغان څهرو هغه کنفرانس چي لغوه سوی و، د رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۸مه بیا پیلېږي.

د سرچینو په خبره چي یاد کنفرانس به دوې ورځي دوام ولري چي د سپټمبر پر ۲۸مه به پیل او د سپټمبر پر ۲۹مه به خلاص سي.

د یادوني وړ ده چي یاد کنفرانس د تیري اګسټ میاشتي پر ۲۵ او ۲۶ تاریخ کېدونکی و،چي د نامعلوم سبب له امله د پاکستان له خوا لغوه سو،او اوس بیا ځل د کنفرانس د ترسره کېدو نیټه اعلان سوې ده.