د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هيواد د څارګري ادارې د مخکيني مشر فیض حمید د نیولو “ټوله ډرامه پوځي محکمې ته د ده د لېږدولو لپاره ترسره سوې ده

هغه دا څرګندوني د راولپنډۍ په اډیاله زندان کي د دولتي ډالیو یا “توشه خانه” اړوند قضیې د اورېدني پر مهال خبریالانو ته کړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف دغه مشر همدا راز تور پوري کړی چي ګواکي دا هڅه روانه ده چي د ده په خلاف د جنرال فیض حمید له خولې یو څه و ایستل سي.

د یادولو ده چي د رواني اګست میاشتي پر ۱۲مه نېټه د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کي د ای‌ایس‌ای پخواني مشر متقاعد جنرال فیض حمید د نیولو او په پوځي محکمه کي د هغه د محاکمه کولو خبره وکړه.

په اعلامیه کي ویل سوي وه چي ګواکي هغه تر تقاعد وروسته د پوځ اړوند قوانینو نه سرغړوني کړي دي.