د پاکستان په راولپنډۍ کي غلو یوه پاکستاني الاصله برتانوي کورنۍ لوټ کړې پيسې او نور توکي يې ځني وړي دي.
د دغه کورنۍ غړو پولیسو ته ویلي، د توکو له اخیستو وروسته کور ته ستنیدل، چي لوټمارانو ورڅخه د الماس یوه حلقه، سره زر، نغدي پیسې، مبایلونه او نور توکي اخیستي دي.
بل خوا په کراچۍ کي بیا په موټر کي سپرو کسانو د پولیسو په لباس کي یو بهرنی وګړی لوټ کړی او تش لاس يې د پولیسو مرکز ته استولی.
په پاکستاني کي له دې وړاندي هم ډيری بهرني وګړي لوټ او ځورول سوي.