د پاکستان په يوشمېر پښتني سيمو کي د پاکستان د پوځ د ظلمونو په مقابل کي ولسي پاڅونونه سوي

د جمعې په ورځ د پاکستان په پېښور، د سوات تحصيل خوازه خېلو او برمل سيمو کي پښتنو د پاکستان د پوځ د هغه ظلمونو په مقابل کي ولسي پاڅونونه کړی، چي د پاکستان پوځ ئې د پښتنو په سيمه کي د پښتنو سره کوي.
په دغه پاڅونو کي په زرګونو کسانو برخه اخيستې ول او د ياد لاريون پر مهال ئې ويلي، چي تر هغه وخته پوري به د دوی پاڅونونه دوام وکړي، تر څو پر پښتنو روان ظلم ختم او حقونه ئې ورکول سي.
هغوی ويلي، چي پاکستان دي نور د پښتنو په سيمه کي پوځي عمليات نه کوي.