د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالت کي په دوو جلا ترافيکي پېښو کي ۳۳ تنه وژل سوي دي

د پنجاب د راولپنډۍ په ‘کاهوټه’ سیمه کي یو بس له سړکه وتلی او له لوړه ځایه لوېدلی چي پکښي سپرو ټولو ۲۳ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

دا بس له راولپنډۍ د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمیر اړوند ‘پلندري’ سيمي ته روان و او د ‘ازاد پتن’ په نوم ځای ته نږدې له سړکه اوښتی او لاندي ژوري کندي ته لوېدلی.

بل خوا د بلوچستان په ‘لسبېله’ ولسوالۍ کي په یوه جلا ترافيکي پېښه کي لږ تر لږه لس زیارت کوونکي وژل سوي او ۳۲ نور ژوبل دي.

د ‘لسبېله’ سيمي چارواکو ویلي، چي په دغه بس کي پاکستاني زیارت کوونکي سپاره وه او له ایرانه بېرته خپلو کورونو ته روان وه.

د چارواکو په وینا، بس ګوادر ته رسېدلی او په لسبېله کي ‘بوزي ټاپ’ سیمي ته له رسېدو سره له ترافيکي پېښي سره مخ سوی او یوې ژوري کندي ته لوېدلی.

دا په يوه اوونۍ کي په پاکستان کي د زیارت کوونکو د موټرونو دویمه ترافیکي پېښه ده چي مرګ ژوبله پکښي اوړي