د پاکستان په پېښور ښار کې يوې چاودني له امله دوه تنه وژل سوي او يو تن ټپي دئ

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ایالت کې د یکشنبې په ورځ په يوه موټرسایکل کي د چاودیدونکو موادو د انتقال پر مهال دوه تنه وژل سوي او يو تن ټپي سوی دی، وژل سوی او ټپي کسان روغتون ته انتقال سوي دي، پوليسو دغه پيښه يو ځانمرګې حمله بللې وه خو تر څيړنو وروسته معلومه سوه چې دا ځانمرګی برید نه وو بلکه دریو تنو چاوديدونکي مواد انتقالول او د موادو د انتقال پر مهال چاودنه سوې ده چې دوه تنه يي وژل سوي او يو ټپي دئ.