د پاکستان د هوا پېژندني ادارې تازه په خپره سوې خبر پاڼه کي کراچي ښار له اوسېدونکو غوښتي چي د ورځې لخوا په کور کی واوسېږي، ډېري اوبه وڅښي، ځان سوړ وساتي او د لمر له مستقيمو وړانګو ځان وساتي.
بلخوا، ياد ښار کي د هوا د جريان د بدلېدو له امله، د کراچي د هوا کيفيت ۱۵۹pm ثبت سوی، چي د روغتيا لپاره ګواښوونکې ده.
بايد وويل سي چي د پاکستان په کوټه، لاهور، اسلاماباد او پېښور کی هم موسم ګرم او د تودوخي درجه لوړه ښودل سوې ده.