د پاکستان په کراچۍ ښار کي پرله‌پسې تودوخي تر پنځوس ډېر کسان وژلي

د کراچۍ د پولیسو ویانده سمیه سعید وايي، چي په کراچۍ کي په تېره یوه میاشت کي د تودوخي له پیله تر پنځوس ډېر کسان ګرمۍ وهلي او مړه سوي دي.
د تودوخي د دې څپې په نتیجه کي د روغتیايي چارواکو او د ژغورونکو ډلو په وینا، روغتونونه له ناروغانو او سړې خوني له مړو ډکي سوي دي.
د کراچۍ د جناح روغتون ویاند ویلي، پرون د جولای په درېیمه چي د تودوخي درجه د سانتي ګراد له ۵۵ درجو واوښته، دې روغتون ته نوي ګرمۍ وهلي کسان وروستل سوي دي.