سره له دې چي د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو موده د سنبلې مياشتي تر لسمي پوري وغځوله؛ خو د پاکستان د بلوچستان ايالت څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د بلوچستان ایالت پولیسو د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل پیل کړي دي.
د سرچينې په وينا چي په کویټه ښار کي پولیس افغان کډوال نیسي، موقتي زندانونو ته ئې لېږي او بیا ئې افغانستان ته ستنوي.
د سرچينې په وینا، حتی هغه کسان هم چي قانوني اسناد لري، له ناوړه چلند سره مخ دي.
بايد وويل سي، چي په وروستیو میاشتو کي ایران او پاکستان د افغان کډوالو اخراج ته شدت ورکړی او د کډوالو مدافع بنسټونه له دواړو هیوادونو غواړي چي پر دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.