د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی چي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي ئې په کراچي ښار کي د تحریک ط..البان پاکستان( ټي ټي پي) دوه غړي نیولي دي.
د يادي ادارې په وینا، دغه نيول سوي کسان عبدالوکیل او اجمل نومېږي او د بلوچستان د قلعه عبدالله سیمي اوسېدونکي دي.
چارواکي زیاتوي چي نیول سوو کسانو خپله نظامي روزنه په افغانستان کي ترلاسه کړې او له یو تعقیبېدونکي جنګيالي شریفالله محسود سره نژدې اړیکي لري.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت څو ځله ادعا کړې، چي د تحريک ط..البان پاکستان غړي د افغانستان د ط..البانو ملاتړ لري، خو د افغانستان ط..البان ئې نه مني.