د پاکستان د پوځ د تبليغاتو لوډسپيکر مولانا طارق جميل د عمران خان او د هغه د ګوند د پلوۍ له امله د پاکستان د تبليغي مرکز رېونډ د مسؤليت او دندي څخه لېري کړی او هغه ته ئې امر کړی، چي نور دغه مرکز ته داخل نه سي.
د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په هدایت د پاکستان د تبلیغي جماعت مشرانو د رېونډ د مرکزي حکم په اساس طارق جمیل له تبلیغ څخه منع او په اجتماعي بیانونو ئې بندیز لګېدلی دئ.
طارق جميل د خپلو زرګونو پلويانو په منځ کښي په فرياد او ژړا له ياد تبليغي مرکز سره مخه ښه وکړل.
بايد وويل سي چي د پاکستان پوځ به ډېر وخت د مذهبي جګړو او دمسلمانانو د احساساتو د پاره د مولانا طارق جميل له بيانونو څخه استفاده کول او خپل د پوځ ګټه به ئې حاصلول.