د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ ويلي چي د دغه هيواد دخيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ او کرک ولسواليو کي ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال ۴ وسله وال وژلي دي.
د هغوی په خبره چي دغه وسله وال د پاکستان د پوځ سره د نښتي پر مهال وژل سوي دي.
تراوسه پوري د پاکستان د دولت مخالفي ډلي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي