د پاکستان پوځ د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په کرمه ولسوالۍ کي ئې د وسله والو پر ضد ځانګړي عمليات کړي دي.
د هغوی په خبره چي په دغه ځانګړو عملياتو کي ئې ۲۳ وسله وال کسان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په وينا چي دغه عمليات ئې د استخباراتو د معلوماتو پر اساس کړي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه تراوسه پوري د پاکستان د پوځ مخالفو ډلو څه نه دي ويلي