د پاکستان پوځ وایي، د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حميد نیول سوی دی

راپورونه وایي، د پاکستان پوځ د دې هیواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حميد د «ټاپ سټي» د استوګني پروژې د رسوایي په تور نیولی دی.
پوځ په خپله اعلاميه کي ويلي، چي دا مهال د فیض حميد د پوځي محکمې بهير هم پیل سوی دی.
ځينو رسنيو د پاکستاني پوځ له قوله دا هم ويلي، چي فیض حميد يې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو د پيل په تور نیولی دی.
رسنيو ويلي، چي حميد له مشورو پرته افغانستان ته جرګې لېږلي، چي دا يو غيري قانوني کړنه ده.
د نوموړي د نيوني په اړه تر اوسه نور جزيات نه دي وړاندي سوي.