د پاکستان پوځ وایي تېره ورځ یې لږ تر لږه ۳ سرتیري د وسله والو سره په جګړې کي ووژل سول چي کوښښ یې کاوه د افغانستان څخه د پاکستان لوري ته واوړي.

د پوځ په اعلامیې کي ویل سوي چي پېښه د باجوړ په ولسوالۍ کي سوې ده، د وسله والو د اوښتو مخه نیول سوې؛ په ټکانو کي پنځه وسله وال هم وژل سوي او ګڼ شمېر یې ټپي سوي دي.

د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چي وسله وال د کومي ډلي غړي وه او هیڅ وسله والي ډلي تر اوسه پاکستان ته د اوښتو د کوښښ کولو ادعا نه ده کړې.

پوځ د دې جګړې ملامتي د پاکستاني طالبانو غورځنګ پر وسله والو اچولې او دا یې هم ویلي چي دې وسله والو په سرحدي سیمي کي د پوځ پر پوستې برید کړی.

بل خوا د جنوبي وزيرستان د بدر سيمي اوسېدونکو له دې امله کډي کول پيل کړي دي چي وايي د پاکستان امنيتي ځواکونه يې کورونه په درنو وسلو سره په نښه کوي.

دوی ویلي، له دې سره سره چي قومي مشرانو له پوځي چارواکو سره ليدلي وه، خو امنيتي ځواکونه یې بیا هم پر يوشمېر کليو د توپو او هوانونو ټکان کوي نو ځکه خلک مجبور دي چې نسبتاً ارامه ځايونو ته کډه سي.