د پاکستان پوځ په باجوړ کي درې ورځي ګرځ بنديز اعلان کړی

د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالت په باجوړ ولسوالۍ کي د پاکستان پوځ د عملياتو په مخه پر ولسي خلګو باندي د درو ورځو له پاره ګرځ بنديز اعلان کړی او د يادي ولسوالۍ د خلګو څخه ئې غوښتنه کړې ده، چي تر درو ورځو پوري په خپل کورونو کي پاته سي.
د پاکستان پوځ دغه اقدام په دغه سيمه کي د وسله والو ډلو د مخنيوي په موخه کړی دئ او د ولسي خلګو څخه ئې هم په دغه برخه کي د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
بايد وويل سي چي د پاکستان پوځ تر دې وړاندي هم د خېبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کي پوځي عملیات تر سره کړي، چي ډېری قربانیان ئې ولسي وګړي وو.