د پاکستان پوځ په خيبر پښتونخوا کي د پنځه وسله‌الو د وژني خبر ورکړی

د پاکستان پوځ وايي، امنیتي ځواکونو يې پرون په شمال‌لوېدیځ کي د وسله‌والو پر یوه پټن‌ځای برید کړی چي له کبله يې نښته رامنځته سوې ده.
د پوځ په خبره، په نښته کي پنځه وسله‌‌وال وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، برید د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کي سوی دی.
د پاکستان پوځ د وژل سویو او ټپي وسله‌‌والو د هویت په اړه څه نه‌‌دي ویلي.
که‌څه هم تر اوسه په پاکستان کي مېشتو وسله‌‌والو ډلو د پوځ دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کي د ورته بریدونو او وسله‌والو نښتو مسوولیت په سیمه کي فعالي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌‌پي او ورته نوري وسله‌والي ډلي پر غاړه اخلي.