د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان کي ئې ۵۴ وسلوال کسان وژلي دي

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د تېري پنج شنبې په ورځ ئې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو سیمه کي ۵۴وسلوال کسان ئې کشف کړي او وژلي دي.
د پاکستان پوځ ويلي، چي په ډېر مهارت ئې ياد وسلوال په نښه کړي او وژلي دي. د هغوی په خبره چي وسلوالو هڅه کول چي د سیمي څخه وتښتي مګر د دوی له خوا په نښه سوي او وژل سوي دي.