د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان څخه ۹۴ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۶۷ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي په همدا ورځ ۷ تنه زندانيان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه رياست وايي چي دغه افغان کډوال ئې تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدولي دي.
بايد وويل سي چي پاکستان له ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسي د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو لړۍ پيل کړې ده، چي تر اوسه پوري ئې له یو میلیون څخه زیات افغانان ئې د دغي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.