د‌‌ پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ سره سم د‌ ګوزڼ پېښي زياتي سوي

د ننګرهار روغتيايي مسؤلين وايي چي دغه ولايت د تورخم‌ لاري د افغان کډوالو د راتګ سره سم د کوچنيانو د ګوزڼ پېښي هم زياتي سوي.
د ننګرهار ولایت د روغتیا د برخي د‌ مسؤلین په وينا هغه کډوال چي د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راستنېږي، په هغوی کي د پولیو د‌ ناروغۍ کچه لوړه ده.
د دوی په وینا، دا کډوال په پاکستان کي د پولیو ضد په کافي اندازه واکسین نه دي ترلاسه کړي، چي له امله ئې دا ناروغي په دوی کي زیاته لیدل کېږي. هغوی وايي، د کډوالو د راتګ له امله اندېښنه سته چي پولیو به په ختیځ زون، په تېره بیا ننګرهار ولایت کي نوره هم په پراخه کچه خپره سي.
هغوی په ياده سيمه کي د پوليو د واکسين پر عملي کولو ټينګار کړی.