په دې ورستيو کي د پاکستان څخه راغلي کډوال وايي، پاکستان په زور او جبر د دغه هيواد څخه ويستل. دغه افغان کډوال وايي، چي کور، هستي او هرڅه مو پاکستان کي پاته سول، خو په خپل هيواد کي هم د سرپنا د موجوديت څخه بې برخي يو.
دغه کډوال وايي د کومي ورځي څخه چي د پاکستان څخه راغلي دي په کمپ کي په خوار سختۍ سره ژوند کوي، د هغوی په خبره چي خپل راتلوونکي ژوند ته ادېښمن دي.
دغه کډوال زياتوي، چي افغانستان ته د راتګ سره سم حيران دي چه څه وکړي، په خبره ئې چي نه کور لري، نه ځمکه او نه هم کار لري، چي د خپلو اولادونو له پاره حلاله ډوډۍ پيدا کړي.
دوی د ط…البانو او نړۍوالو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه کوي، چي د سرپنا او کار پيدا کولو په برخه کي دي، د دغه افغان کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
په ورته وخت کي نړۍوال سازمانونه وايي، چي د دغه افغان کډوالو سره د مرستې له پاره په ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، ترڅو د يادو کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
د يادوني وړ ده چي پاکستان په تېره يوه مياشت کي په زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ويستل، د دغو افغان کډوالو کورنه او مالونه ئې چور او ورڅخه غصب کړل اوس دغه کډوال د افغانستان د کډوالو په کمپونو کي په سختۍ سره د ژوند شپي او ورځي سبا کوي.