د يکشنبې په ورځ د پاکستان څخه د سپين بولدک له لاري په يوه ورځ د افغان کډوالو ۴۵۶ کورنۍ چي ۲۴۴۷ تنه غړي ئې درلودل کندهار ته راغلي دي. دغه افغان کډوال د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د پاکستان د خاوري څخه ايستل سوي دي او پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ لا هم جريان لري.
په ورته وخت کي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چي په همدې ورځ ۹۱ تنه افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه آزاد سوي او خپل هېواد ته راغلي دي.