د پاکستان په کوربتوب دا ۵۰ اوریز ټورنمنټ د راتلونکي کال د فبروري په ۱۹مه پیلیږي او افغانستان هم پکښي ګډون لري.
د کرکټ نړیوالي شورا تېره اونۍ تائید کړه چي د هند لوبډله به د چمپینز ټرافي د لوبو لپاره پاکستان ته نه ځي او خپلي ټولي لوبي به په درېیم هیواد کي کوي خو د دغه هیواد نوم نه و اعلان سوی.
د سیاسي اختلافاتو له کبله د هند د کرکټ لوبډله د ۲۰۰۸ راهیسي پاکستان ته نه ده تللې او د هند کرکټ بورډ ویلي چي د خپل حکومت د مشورې پر اساس یې په پاکستان کي چمپینز ټرافي ته د لوبډلي د نه استولو پرېکړه کړې ده.
هند تېره میاشت اعلان وکړ چي په پاکستان کي د چمپینز ټرافي کېدونکو سیالیو ته خپله لوبډله نه استوي.