د راپورونو له مخي ازبکستان ته د مخکېني افغان پوځ لېږدول سوي اووه بلکهاک چورلکي امریکا ته لېږل سوي دي.
ځینو رسنیود چهارشنبې په ورځ ویلي، چي پنټاګون دا چورلکي د کاروني لپاره مناسبي بللي دي.
د راپورونو په حواله، د مخکېني افغان پوځ ۴۶ چورلکي په ازبکستان کي ساتل کېږي چي له ډلي یې اووه امریکا ته ولېږدول سوې.
له دې وړاندي په ازبکستان کي د امریکا سفیر جاناتان هنیک ویلي وه چي ازبکستان ته به د یوې هوکړي له مخي د مخکېني افغان پوځ ۴۶ پوځي چورلکي په واک کي ورکړل سي.