د پخواني ولسمشر د ویاند دواخان مینه پال ورور په ترافیکي پېښه کي ژوند بایللی

د پخواني ولسمشر د ویاند دواخان مینه پال ورور نورالله د زابل په شاجوی ولسوالي کي په یوه ترافیکي پېښه کي وژل سوی.
د نوروالله مشر ورور پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چي هغه د دوشنبې په ورځ مازیګر په شاجوی ولسوالي کي د یوې ترافیکي پيښي پر مهال ژوند له لاسه ورکړی.
هغه زیاته کړې چي پېښه تصادفي وه او مجرم کس نیول سوی خو د دوی کورنۍ سر له اوسه هغه ته بخښنه کړې ده.
د زابل ولایت مقام ویاند صدیق الله وثیق هم وايي، نورالله مینه پال د دوشنبې په ورځ مازیګر له خپل باغ څخه د کور په لور روان وو چي موټرسایکل یې د شاجوی ولسوالۍ پر عمومي سړک له موټر سره ټکر سوی.
د هغه په وینا، د دې پيښي په اړه موټر چلوونکی نیول سوی.
شل کلن نورالله چي دا مهال یې کومه رسمي دنده نه لرل په راتلونکې اونۍ کي یې د کوژدې لپاره تیاری نیول سوی وو.