د پناه غوښتونکو بنسټونو د بريتانيا د حکومت څخه غوښتي چي هغه افغانان کورنۍ راولي چي افغانستان کي د بريتانيا د حکومت سره مرسته کړې

د ۵۰ څخه زیاتو خیریه بنسټونو او د پناه غوښتونکو وکیلانو له بریتانیا دولت څخه غوښتنه کړې، چي د هغو افغان کورنیو د یوځای کېدو بهیر اسانه کړي چي د بریتانیا د حکومت سره ئې په افغانستان کي همکاري کړې.
لوېدیځو رسنیو خبر ورکړی چي دغو بنسټونو د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یوت کوپر څخه په یوه لیک کي غوښتنه کړې، چي د دې کورنیو د لېږد بهیر ساده کړي، ځکه چي اوس د بریتانیا اوسېدونکو افغانانو ډېری خپلوان د ط..البانو د انتقام اخیستني له ګواښ سره مخ دي.