د پنجاب پوليسو د افغان کډوالو غوښتي چي د لسو ورځو په جريان کي د دغه ايالت څخه ووځئ

د پاکستان دولت په دې وروستيو کي د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د ط..البانو سره د اختلافاتو له امله د پخوا په پرتله څو چنده چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر نيسي او د خپلي خاوري څخه ئې شړي.
د پنجاب ايالت پوليسو په راولپنډۍ کي د مېشت افغان کډوالو څخه غوښتي چي د لسو ورځو په جريان کي له دغه سيمي څخه ووځي.
د پنجاب پوليسو ويلي چي د نومبر مياشتي تر پايه پوري دي ټول هغه افغان کډوال چي اسناد لري او يا هم بې اسناده دي له دغه ښار څخه دي خارج سي.
هغوی خبرداری ورکړی که په دغه لس ورځي کي افغان کډوال دغه ښار پرېنږدي نو د‌ جدي برخورد سره به مخامخ سي.