د پنجشير د ولايتي شوار مخکنی رئیس افغانستان ته راغلی

د پنجشير د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د مخکني جمهوري نظام پرمهال د دغه ولايت د ولايتي شورا رئیس عطامحمد اميري بيرته د ط…البانو د پخلايني د کميسون په وسيله خپل هېواد ته راغلي دئ. په خبر پاڼه کي ويل سوي، چي اميري د پنجشير ولايت د ط…البانو د والي حافظ محمد اغا سره ليدلي دي او هغه د ليدني پرمهال عطامحمد اميري ته ډاډ ورکړی چي افغانستان کي نور په ډاډه او خوندي ډول ژوند کولای سي.
د پنجشير د ولايتي شوار مخکنی رئیس پر داسي مهال افغانستان ته بیرته راګرځيدلی دئ، چي په دغه هېواد کي د ط…البانو د واکمن کېدو سره سم ډېری افغانان د بشري او مدني حقوقو څخه بې برخي دي او ان په دغه هېواد کي د بیان آزادي لا ترپښو لاندي سوي او خلګ د خپل حقه حقوقو د اخيستلو ږغ نه سي پورته کولای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *